د قراردادونو نشتون؛ ننګرهار کې د شوکاڼي ۳۳ فابریکې سقوط شوي


په ننګرهار کې د شوکاڼي ټولنې چارواکي او د قراردادي شرکتونو مسوولين وايي، د کانونو وزارت او اقتصاد عالي شورا د غلطو پریکړو او د قراردادونو د نه ورکړې له امله کانونو او فابریکو کې شاوخوا شل زره کارکوونکي بې دندو شوي.

د ننګرهار شوکاڼي ټولنې رییس الحاج دلاور خان جرنیلزاده زاویه نیوز ته وویل، حکومت په ټوله کې سوداګرو سره دوه ګونی چلند کوي او د قراردادونو نشتون له امله په امریکا، یو شمېر اروپايي او اسیايي هېوادونو کې د دوی د شوکاڼي د اخستلو لویې فابریکې هم اندیښمنې دي.

ننګرهار کې د شوکاڼي د قراردادي شرکتونو او فابریکو مسوولین هم وايي، چې دوی د ولسمشرۍ ماڼۍ او کانونو وزارت په لارښوونه د میلونونو ډالرو په ارزښت ۳۳ د شوکاڼي د پروسس او نیمه پروسس فابریکې جوړې کړي؛ خو په تېرو پنځو کلونو کې حکومت دوی سره یو نوی قرارداد هم نه دی لاسلیک کړی.

د حبیب شهاب د شوکاڼي استخراج او پروسس فابریکې مشر سید وهاب خوږیاڼی وايي، د کانونو وزارت د ننګرهار شوکاڼي اړوند د یو قرارداد د طی مراحل کولو ظرفیت هم نه لري، چې له نږدې دریو کلونو راهیسې دوی نه دي توانیدلي د شیرزادو بلاک قرارداد کارونه خلاص کړي.

نوموړی زیاتوي، چې د حکومت دا ډول کړنو له امله د شوکاڼي سوداګر ميليونونو افغانۍ زیانمن شوي هم دي؛ ځکه په وينا يې په فابريکو او شرکتونو يې ډېرې پيسې بندې کړي؛ خو اوس یې چارې په ټپه ولاړې دي.

د ننګرهار شیخ مصري صنعتي ښارګوټي کې د سټنډرډ فابریکې رییس میاءګل ازره وال وايي، که د سوداګرو سره دا ډول چلند دوام وکړي؛ نو لرې نه ده، چې په هېواد کې پاتي یو شمېر سوداګر هم بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي، چې دا چاره به د سرمایې د فرار سبب هم شي.

د ننګرهار شیخ مصري صنعتي ښارګوټي کې په کار بوخت کاریګر هم وايي، د دندو نشتون له امله خلک مجبور دي یا جنايي جرمونو ته مخه کړي او یا هم د وسله والو مخالفینو لیکو سره یو ځای شي.

هڅه مو وکړه، پر اقتصاد عالي شورا د نیوکو په اړه د جمهوري ریاست نظر ولرو؛ خو د جمهور رییس مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وویل، د قراردادونو اړوند موضوعاتو په اړه باید د کانونو وزارت نظر ورکړي.

د کانونو وزارت چارواکي وايي، د ننګرهار شوکاڼي لوی بلاکونه کارونه نهايي شوي دي.

خو دوی د لوی بلاک د قراردادونو د لاسلیک نیټې په اړه څه نه دي ویلي.

هر کال له افغانستان څخه بهرنیو هېوادونو ته سلګونه زره ټنه شوکاڼي صادرېده؛ خو له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د قراردادونو نشتون له امله د صادراتو کچه صفر ته راښکته شوې ده.

ننګرهار کې د شوکاڼي  یا تالکو سلګونه کانونه موجود دي، چې له دغې تېږې څخه ۱۸۰ ډوله روغتيايي، زينتي، صنعتي او نور بېلابېل ډوله اجناسو کې ګټه اخيستل کېږي.

  • 08 چنګاښ 1399